افغان غږ خبری آژانس: د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په یوه بیان کې اعلان کړی، چې د عراق له اسلامی مقاومت سره دوه ګډ پوځی عملیات ترسره شوی، چې لومړی یې په دغه ولایت کې یو مهم هدف په نښه کړی دی.
د دغه بیان له مخې په سور سمندر کښې هم د طوطار بېړۍ په نښه کولو سره چې د نیواکګرو فلسطین د بندرونو په لور روانه وه، فوځی عملیات ترسره شوی دی.
د یمن وسله والو ځواکونو ژمنه کړې چې تر هغې به د دغه رژیم کښتۍ یا په سور سمندرګي کې د اشغال شویو سیمو لپاره تلونکې کښتۍ په نښه کړي تر څو چې اسرائیلي رژیم پر غزې خپل بریدونه بند نه کړي.