کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسرائیلو پر ضد د یمن او عراق د مقاومت ګډ عملیات

24 جوزا 1403 ساعت 10:50

په یوه بیان کې د یمن وسله والو ځواکونو د عراق له اسلامي مقاومت سره د دوو ګډو پوځي عملیاتو د ترسره کولو اعلان وکړ.


آوا: د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په یوه بیان کې اعلان کړی، چې د عراق له اسلامی مقاومت سره دوه ګډ پوځی عملیات ترسره شوی، چې لومړی یې په دغه ولایت کې یو مهم هدف په نښه کړی دی. 

د دغه بیان له مخې په سور سمندر کښې هم د طوطار بېړۍ په نښه کولو سره چې د نیواکګرو فلسطین د بندرونو په لور روانه وه، فوځی عملیات ترسره شوی دی.

د یمن وسله والو ځواکونو ژمنه کړې چې تر هغې به د دغه رژیم کښتۍ یا په سور سمندرګي کې د اشغال شویو سیمو لپاره تلونکې کښتۍ په نښه کړي تر څو چې اسرائیلي رژیم پر غزې خپل بریدونه بند نه کړي.


د مطلب کود: 291954

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291954/د-اسرائیلو-پر-ضد-یمن-او-عراق-مقاومت-ګډ-عملیات

آوا
  https://www.avapress.com