افغان غږ خبری آژانس: پرون چهارشنبه رسنیو خبر ورکړ، چې د یمن الحدیده بندر ته څېرمه په یوه کښتۍ د توغندیو برید شوی دی.
رویټرز د برتانیا د سمندري امنیت شرکت "ایمبري" په حواله ویلي چې دوی د یمن د حدیده سویل لویدیز شاوخوا 67 سمندري مایل په سور سمندر کې د یوې امنیتي پیښې راپور ترلاسه کړی.
ایمبري ویلي چې لومړني راپورونه په یوه کښتۍ د توغندي برید په ګوته کوي.
د برید نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.