رسنیو د برتانیا د سمندري امنیتي کمپنۍ "ایمبري" په حواله ویلي، چې د یمن د الحدیده بندر ته څېرمه پر یوې کښتۍ برید شوی دی.
په سور سمندر کې پر یوه کښتۍ باندي برید
24 جوزا 1403 ساعت 9:34
رسنیو د برتانیا د سمندري امنیتي کمپنۍ "ایمبري" په حواله ویلي، چې د یمن د الحدیده بندر ته څېرمه پر یوې کښتۍ برید شوی دی.
آوا: پرون چهارشنبه رسنیو خبر ورکړ، چې د یمن الحدیده بندر ته څېرمه په یوه کښتۍ د توغندیو برید شوی دی.
رویټرز د برتانیا د سمندري امنیت شرکت "ایمبري" په حواله ویلي چې دوی د یمن د حدیده سویل لویدیز شاوخوا 67 سمندري مایل په سور سمندر کې د یوې امنیتي پیښې راپور ترلاسه کړی.
ایمبري ویلي چې لومړني راپورونه په یوه کښتۍ د توغندي برید په ګوته کوي.
د برید نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.
د مطلب کود: 291943