افغان غږ خبری آژانس: ټاکل شوې ده د مرکزي اسیا د فوټبال اتلولۍ د ۲۰ کلنو ځوانانو په ګروپ کې د قرغزستان په کوربه توب د جولای له ۵مې نیټې څخه تر ۱۲مې نیټې یعنې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې پیل شي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې برخه اخلي.
په همدې حال کې به په څو ساعتونو کې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته د غوراوي د دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال اسیايي هېوادونو جام ته د غوراوي په وروستۍ او خورا پرېکنده لوبه کې د کویټ له لوبډلې سره به مخامخ شی.