افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې مشر روزونکي اشلي ویسټ ووډ د کویټ پر وړاندې د خپلې لوبډلې له لوبې مخکې په یوه خبري ناسته کې وویل چې لوبغاړی یې چمتو دي.
د هغه په وينا، ملي لوبډله به له بشپړ چمتووالي او کلکې روزنې سره دغې حساسې لوبې ته نچمتو دی.
ویسټ ووډ وویل، دوی هڅه کوي چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تاریخ جوړ کړي او نړیوال جام او د اسیا د ملتونو جام ته لاره پیدا کړي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د نړیوال جام د غوراوي پړاو او د اسیا د ملتونو جام ته د لار موندنې په دویمه او وروستۍ لوبه کې له کویټ سره مخامخ شي.
دا لوبه به نن شپه د کابل پر وخت ۸:۱۵ دقیقې د کویټ په صباح السلم لوبغالي کې ترسره شي.
ملي لوبډله د دغو سیالیو دویم پړاو ته ننوځي ځکه چې په لومړي پړاو کې یې ښې پایلې نه وې ترلاسه کړې او د نړیوال جام او د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندلو لپاره یې پر وړاندې ستونزمنه لاره ده.
خو په دې پړاو کې افغانستان په لومړۍ لوبه کې قطر ته، چې د اسیا د اتلولۍ جام یې درلود، د یو ګول نه مساوي کولو سره ودراوه او ارزښتناکه نمرې یې ترلاسه کړې.
که افغانستان دا لوبه وګټي نو د اسیا د ملتونو جام او نړیوال جام ته به د غوراوي پړاو ته ولاړ شي.