دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 290456
تېر کال له هرات څخه د ۴۵۵ زره ډالرو په ارزښت ۳۳۰ کیلو ګرامه زعفران صادر شوي وو
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس غازي زاده وايي، تېر کال له دغه ولایت څخه د ۴۵۵ زره ډالرو په ارزښت ۳۳۰ کیلو ګرامه زعفران صادر شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس محمد یونس غازیزاده وایی: په ۱۴۰۲ کال کې له هرات ولایت څخه ۳۳۰ کیلو ګرامه زعفران بېلابېلو هېوادونو ته صادر شول.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر زیاتوي: دغه صادراتي محصول د ۴۵۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت وو.

د یادولو وړ ده چې هرات ولایت د زعفرانو د کښت لپاره د مناسب اقلیم په درلودلو سره د زعفرانو د تولید په برخه کې یو له مهمو ولایتونو څخه شمیرل کیږي.
https://avapress.net/vdcbsgb50rhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته