دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 290110
د فوټسال ملي لوبډلې له لوبغاړو څخه د کرکټ بورډ ستاینه
د هېواد د کرکټ بورډ چارواکو د فوټسال ملي لوبډلې لاسته راوړنې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وستایلې.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان د فوټبال نړیوال جام ته د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تاریخي بریا یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.
 
په دې مراسمو کې د کرکټ بورډ له خوا د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې دوو لوبغاړو امید قمبري او فرزاد محمودي ته نغدې پیسې، یاچین کندهاري او تندرونه ډالۍ کړل.
 
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ویاړ په مراسمو کې د افغانستان د کرېکټ دوه لوبغاړي حشمت الله شهیدي او ابراهیم ځدراڼ هم حضور درلود.
 
دوی د فوټسال ملي لوبغاړو د هڅو د ستایلو په ترڅ کې امید قمبري او فرزاد محمودي ته د دوی په لاسلیکونو سره د کریکټ ډبلونه ورکړل.
 
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې پنځم مقام خپل کړ او په تاريخ کې يې د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړيوال جام ته لار پيدا کړه.
https://avapress.com/vdcizuarut1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته