افغان غږ خبری آژانس: د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د شنبې په شپه د دلوی په ۲۸ مه د سریلانکا په کوربه توب په رنګیري ډمبولا نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
په دې لومړۍ لوبه کې د سریلانکا د ملي لوبډلې لوبغاړو توپ وهنه پیل کړه او وکولای شول تر ۱۹ اوورونو مخکې شي او افغانستان ته یې ۱۶۱ منډې هدف وټاکه.
په دغو سیالیو کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او دغه لوبه یې وبایلله.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ ۶۷ منډې او د سریلانکا لپاره وینډو هاسارنګا ۶۷ منډې وکړې.
افغانستان په دې لوبه کې ماتې په داسې حال کې ومنله چې تېره اوونۍ د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې ته په درېیو یو ورځنیو لوبو کې ماتې ورکړې وه.
په روانه اونۍ کې به دواړه لوبډلې د ۲۰ اوریزه سیالیو په چوکاټ کې د یو بل پر وړاندې دوه نورې سیالۍ ترسره کړي.