دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 282309
روسیه به په نوي کال کې ۷ بین البراعظمي بالستیک توغندي ازمویي
د روسیې پوځي چارواکو ویلي، هېواد یې په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د اوو بین البراعظمي بالستیک توغندیو ازموینه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د روسیې د ستراتیژیکو توغندیو د وسلو کمانډر سرګي کاراکایف اعلان وکړ چې مسکو په پام کې لري چې په ۲۰۲۴ کال کې اووه بین البراعظمي بالستیک توغندي و ازمویي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، کاراکیف د روسیې د پوځ رسمي خپرونې ریډ سټار ورځپاڼې ته ویلي، مسکو امریکا ته خبرداری ورکړی چې د دغو توغندیو له ویشتلو لږ تر لږه ۲۴ ساعته مخکې دې رسمي خبرتیا خپره کړي او واشنګټن هم خبر ورکړی دی. 

په عین حال کې، روسیه او امریکا په نړۍ کې د اټومي وسلو ترټولو لوی زیرمې لري.
https://avapress.com/vdcjy8e8huqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته