کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه به په نوي کال کې ۷ بین البراعظمي بالستیک توغندي ازمویي

25 قوس 1402 ساعت 15:37

د روسیې پوځي چارواکو ویلي، هېواد یې په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د اوو بین البراعظمي بالستیک توغندیو ازموینه وکړي.


آوا: د روسیې د ستراتیژیکو توغندیو د وسلو کمانډر سرګي کاراکایف اعلان وکړ چې مسکو په پام کې لري چې په ۲۰۲۴ کال کې اووه بین البراعظمي بالستیک توغندي و ازمویي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، کاراکیف د روسیې د پوځ رسمي خپرونې ریډ سټار ورځپاڼې ته ویلي، مسکو امریکا ته خبرداری ورکړی چې د دغو توغندیو له ویشتلو لږ تر لږه ۲۴ ساعته مخکې دې رسمي خبرتیا خپره کړي او واشنګټن هم خبر ورکړی دی. 

په عین حال کې، روسیه او امریکا په نړۍ کې د اټومي وسلو ترټولو لوی زیرمې لري.


د مطلب کود: 282309

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282309/روسیه-په-نوي-کال-کې-۷-بین-البراعظمي-بالستیک-توغندي-ازمویي

آوا
  https://www.avapress.com