دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 280150
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ جنوبي افریقا ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه او د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته یې خپله سیالي پای ته ورسوله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې لوبه کې افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۴۴ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې ۹۷ منډې یوازې عظمت الله عمرزي وکړې.
 
سویلي افریقا چې مخکې یې نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه، ورکړل شوی هدف یې په ۴۷.۳ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.
 
افغانستان په نړیوال جام کې ټولټال ۹ لوبې کړي چې څلور یې ګټلي دي. د افغانستان بریا د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ په وړاندې وه.
 
د افغانستان لپاره دا د نړیوال جام تر ټولو غوره سیالي وه. په تېرو دوو پړاوونو کې افغان لوبډلې یوازې یوه لوبه ګټلې وه.
https://avapress.com/vdcbsgb5grhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته