کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

20 عقرب 1402 ساعت 11:00

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ جنوبي افریقا ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه او د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته یې خپله سیالي پای ته ورسوله.


آوا - کابل: په دې لوبه کې افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۴۴ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې ۹۷ منډې یوازې عظمت الله عمرزي وکړې.
 
سویلي افریقا چې مخکې یې نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه، ورکړل شوی هدف یې په ۴۷.۳ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.
 
افغانستان په نړیوال جام کې ټولټال ۹ لوبې کړي چې څلور یې ګټلي دي. د افغانستان بریا د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ په وړاندې وه.
 
د افغانستان لپاره دا د نړیوال جام تر ټولو غوره سیالي وه. په تېرو دوو پړاوونو کې افغان لوبډلې یوازې یوه لوبه ګټلې وه.


د مطلب کود: 280150

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280150/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-سویلي-افریقا-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com