دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 276319
په غور کې د نشه يي توکو اووه کارخانې ويجاړې شوې
په غور ولايت کې امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يې د نشه يي توکو اووه فابريکې کشف او له منځه وړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه فابریکې د غور ولایت د پسابند، شهرک، دولینه، تیورې، چهارسدې، الله یار او مرغاب ولسوالیو په مربوطاتو کې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې کشف او له منځه وړی دی.
 
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرحمن بدري وويل چې په دغو فابريکو کې څه دپاسه ٣٠ زره کيلوګرامه چرس، لسګونه کيلوګرامه "اېف" ډوله نشه يي توکي او د هغې د جوړولو توکي له کاري وسايلو سره ځاى پر ځاى شوي وو او په پاى کې له منځه وړل شوي دي.
 
د غور د پوليسو وياند وايي، د دغو فابريکو په تړاو دولس تنه نيول شوي دي.
 
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د نشه یي توکو د تولید او کښت د له منځه وړلو لپاره جدي مبارزه پیل کړې او هره ورځ د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د نشه یي توکو لسګونه فابریکې له منځه ځي.
 
https://avapress.com/vdcdf90xnyt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته