په غور ولايت کې امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يې د نشه يي توکو اووه فابريکې کشف او له منځه وړي دي.
په غور کې د نشه يي توکو اووه کارخانې ويجاړې شوې
18 سنبله 1402 ساعت 9:55
په غور ولايت کې امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يې د نشه يي توکو اووه فابريکې کشف او له منځه وړي دي.
آوا - کابل: دغه فابریکې د غور ولایت د پسابند، شهرک، دولینه، تیورې، چهارسدې، الله یار او مرغاب ولسوالیو په مربوطاتو کې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې کشف او له منځه وړی دی.
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرحمن بدري وويل چې په دغو فابريکو کې څه دپاسه ٣٠ زره کيلوګرامه چرس، لسګونه کيلوګرامه "اېف" ډوله نشه يي توکي او د هغې د جوړولو توکي له کاري وسايلو سره ځاى پر ځاى شوي وو او په پاى کې له منځه وړل شوي دي.
د غور د پوليسو وياند وايي، د دغو فابريکو په تړاو دولس تنه نيول شوي دي.
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د نشه یي توکو د تولید او کښت د له منځه وړلو لپاره جدي مبارزه پیل کړې او هره ورځ د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د نشه یي توکو لسګونه فابریکې له منځه ځي.
د مطلب کود: 276319