دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 274717
د کابل - میدان وردک لویه لاره د بیارغونې له امله د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده
د فواید عامې وزارت اعلان کړی، چې د کابل - وردګو څلورلارې لویه لار به د شنبې په ورځ (اسد ۲۱) تر بل خبرتیا پورې د بار وړونکو موټرو او لویو مسافر وړونکو موټرو پر مخ تړلې وي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل – وردګو څلورلارې لویه لار به له نن سې شنبې ورځې (اسد ۲۱) د بار وړونکو موټرو او لویو مسافر وړونکو موټرو پر مخ بنده وي.
 
دغه وزارت د بار وړونکو وسایطو او لویو مسافر وړونکو وسایطو له چلوونکو وغوښتل چې د کابل- لوګر له لویې لارې څخه د میدان وردګو ولایت له تنګي څخه تر لوګر ولایت پورې د سړک د ترمیم چارې بشپړې کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې له څو اوونيو راهيسې د کابل – وردګ له ارغندي چوک څخه تر دراني بازار پورې د ٢٧ کيلومتره لويې لارې د ترميم چارې پيل شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcdfo0x5yt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته