دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 273765
د کابل امنیتي چارواکو د پاسپورټونو ۱۱۰ کتابچې چې د خطا ایستني په موخه راټول شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي
د کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، چې د کابل پولیسو د پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار له شپږمې ناحیې څخه د یوه سیاحتي شرکت له خوا د خلکو د خطا ایستني په موخه راټول شوي ۱۱۰ پاسپورټونه کشف او خپلو خاوندانو ته یې سپارلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې چې پرون دوشنبه د اسد په ۲مه خپره شوه، ویل شوی چې د دغه شرکت چارواکی لا له وړاندې تښتېدلی وو.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه شرکت مسوولین د امنیتي ادارو له خوا نیول شوي دي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم وویل: د کابل پولیسو په یوه سیمه کې ۱۱۰ پاسپورټونه موندلي، چې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د یوه شرکت له خوا له خلکو څخه د تحصیلي بورسونو د اخیستو په موخه راټول شوي وو، نیولي دي او خپلو خاوندانو ته یې سپارلي دي.
 
https://avapress.com/vdcfvmd0tw6deea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته