کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل امنیتي چارواکو د پاسپورټونو ۱۱۰ کتابچې چې د خطا ایستني په موخه راټول شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي

3 اسد 1402 ساعت 9:04

د کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، چې د کابل پولیسو د پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار له شپږمې ناحیې څخه د یوه سیاحتي شرکت له خوا د خلکو د خطا ایستني په موخه راټول شوي ۱۱۰ پاسپورټونه کشف او خپلو خاوندانو ته یې سپارلي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې چې پرون دوشنبه د اسد په ۲مه خپره شوه، ویل شوی چې د دغه شرکت چارواکی لا له وړاندې تښتېدلی وو.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه شرکت مسوولین د امنیتي ادارو له خوا نیول شوي دي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم وویل: د کابل پولیسو په یوه سیمه کې ۱۱۰ پاسپورټونه موندلي، چې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د یوه شرکت له خوا له خلکو څخه د تحصیلي بورسونو د اخیستو په موخه راټول شوي وو، نیولي دي او خپلو خاوندانو ته یې سپارلي دي.
 


د مطلب کود: 273765

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273765/د-کابل-امنیتي-چارواکو-پاسپورټونو-۱۱۰-کتابچې-چې-خطا-ایستني-په-موخه-راټول-شوي-وو-کشف-او-ترلاسه-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com