دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 272600
افغان سوک وهونکی د سوک وهنې د نړیوال سازمان د اتلولۍ د کمربند خاوند شو
افغان سوک وهونکي قیس خادمي تېره شپه خپل برتانوي سیال ته په ماتې ورکولو سره د سوک وهنې د نړیوالو سیالیو اتلولي وګټله.
افغان غږ خبری آژانس - د هېواد مسلکي سوک وهونکی قیس خادمي تېره شپه په لندن کې د برتانوي سوک وهونکي "بین نارمن" سره د سوک وهنې د نړیوال سازمان د اتلولۍ کمربند ګټلو په موخه میدان ته ننوت او وتوانید چې خپل سیال ته ماتې ورکړي.
 
دغه سیالي د لندن د «یارک هال» د سوک وهنې په تالار کې ترسره شوه او ګټونکي سوک وهونکي وکولای شول چې د IBO نړیوال سازمان کمربند وګټي. خادمي تېره شپه د برتانوي سوک وهونکي پر وړاندې له بریا وروسته د اروپا د کانټیننټل اتلولي او د IBO کانټینینټل جایزه وګټله.
 
برتانوي نارمن چې د انګلستان اووم غوره سوک وهونکی ګڼل کېده، د افغان لوبغاړي پر وړاندې شپږم ماتې وخوړه.
https://avapress.com/vdccxiqix2bqme8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته