کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان سوک وهونکی د سوک وهنې د نړیوال سازمان د اتلولۍ د کمربند خاوند شو

11 سرطان 1402 ساعت 13:20

افغان سوک وهونکي قیس خادمي تېره شپه خپل برتانوي سیال ته په ماتې ورکولو سره د سوک وهنې د نړیوالو سیالیو اتلولي وګټله.


آوا - د هېواد مسلکي سوک وهونکی قیس خادمي تېره شپه په لندن کې د برتانوي سوک وهونکي "بین نارمن" سره د سوک وهنې د نړیوال سازمان د اتلولۍ کمربند ګټلو په موخه میدان ته ننوت او وتوانید چې خپل سیال ته ماتې ورکړي.
 
دغه سیالي د لندن د «یارک هال» د سوک وهنې په تالار کې ترسره شوه او ګټونکي سوک وهونکي وکولای شول چې د IBO نړیوال سازمان کمربند وګټي. خادمي تېره شپه د برتانوي سوک وهونکي پر وړاندې له بریا وروسته د اروپا د کانټیننټل اتلولي او د IBO کانټینینټل جایزه وګټله.
 
برتانوي نارمن چې د انګلستان اووم غوره سوک وهونکی ګڼل کېده، د افغان لوبغاړي پر وړاندې شپږم ماتې وخوړه.


د مطلب کود: 272600

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272600/افغان-سوک-وهونکی-د-وهنې-نړیوال-سازمان-اتلولۍ-کمربند-خاوند-شو

آوا
  https://www.avapress.com