دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 272540
د افغانستان او سعودي د روغتیا وزیرانو د پولیو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې
د دغه هېواد د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د سعودي عربستان د روغتیا له وزیر فهد بن عبدالرحمن الجلال سره په مکه ښار کې وکتل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې لیکلي چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په اړه بحث وشو.
 
د افغانستان د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړول د بحث یوه بله موضوع وه.
 
افغانستان او پاکستان یوازینی هیوادونه دي چې پولیو پکې له منځه نه ده تللې.
 
د خپرو شويو راپورونو له مخې، په روان کال کې د پوليو لومړۍ مثبته پېښه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
 
تېر کال په پکتیکا او کونړ کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوې وې.
 
د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه لیکي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د روغتیايي پرسونل د ظرفیتونو د لوړولو او د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د همکارۍ په اړه هم خبرې وکړې.
 
https://avapress.com/vdcfj0d0xw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته