کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او سعودي د روغتیا وزیرانو د پولیو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې

10 سرطان 1402 ساعت 9:24

د دغه هېواد د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د سعودي عربستان د روغتیا له وزیر فهد بن عبدالرحمن الجلال سره په مکه ښار کې وکتل.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې لیکلي چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په اړه بحث وشو.
 
د افغانستان د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړول د بحث یوه بله موضوع وه.
 
افغانستان او پاکستان یوازینی هیوادونه دي چې پولیو پکې له منځه نه ده تللې.
 
د خپرو شويو راپورونو له مخې، په روان کال کې د پوليو لومړۍ مثبته پېښه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
 
تېر کال په پکتیکا او کونړ کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوې وې.
 
د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه لیکي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د روغتیايي پرسونل د ظرفیتونو د لوړولو او د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د همکارۍ په اړه هم خبرې وکړې.
 


د مطلب کود: 272540

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272540/د-افغانستان-او-سعودي-روغتیا-وزیرانو-پولیو-له-منځه-وړلو-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com