دخپریدو نیټه :جمعه ۵ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 270695
یوه کښتۍ چې ۵۰۰ کډوال پکې سپاره وو د مدیترانې په اوبو کې ورکه شوې ده
د ایټالیا یوې خیریه موسسې اعلان کړی چې د کډوالو یوه کښتۍ چې له ۵۰۰ مسافرو سره له لیبیا څخه ایټالیا ته روانه وه، د تخنیکي ستونزو له امله د مدیترانې په اوبو کې ډوبه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: دغه سازمان پرون چهارشنبه (جوزا ۳) په خپل ټویټر کې لیکلي چې له دغې بېړۍ سره یې اړیکه پرې شوې او د مالټا دفاعي ځواکونو د مرستې د لېږلو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
 
د ایټالیا خیریه موسسې اعلان کړی، چې یوه بېړۍ چې ۵۰۰ تنه کډوال پکې سپاره وو، چې له لیبیا څخه روانه وه، د تخنیکي ستونزو له امله د مدیترانې په اوبو کې ډوبه شوې ده.
 
دغه سازمان دوې ورځې وروسته اعلان وکړ چې له دغې کښتۍ سره یې ارتباط قطع شوی او ایټالوي او مالتايايي ځواکونو ورسره مرسته نه ده کړې.
 
دوه ورځې وړاندې د "الارم فون" موسسې په ټویټر کې د دغې کښتۍ دریځ خپور کړ او د ایټالیا او مالتا له چارواکو یې وغوښتل چې له بند پاتې پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي.
 
مالتا دې بېړۍ ته تر ټولو نږدې لوېدیځ هېواد و.
 
دغه سازمان پرون یو راپور خپور کړ چې له مخې یې له دغې کښتۍ سره اړیکه پرې شوې او د مالټا دفاعي ځواکونو د مرستې د لېږلو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
 
د دغو ۵۰۰ کډوالو برخلیک لا هم نه دی خپور شوی.
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د دغه هېواد د اتباعو په ګډون څه باندې ۶۰ کډوال د ایټالیا سواحلو ته څېرمه په سمندر کې ډوب شول.
https://avapress.com/vdceo78wnjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته