دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 263891
په غور کې د نشه يي توکو د پروسس ۶۲ فابریکې کشف او له منځه وړل شوې
چارواکي په غور کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د نشه يي توکو د پروسس «شیشې» ۶۲ فابریکو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدری رسنیو ته وویل چې د دغه ریاست له نشه ‎یي توکو سره د مبارزې منسوبینو په تېر یو نیم کال کې د نشه‎ يي توکو ۶۲ فابریکې کشف او له منځه وړي دي.
 
ده زياته کړه چې په دې موده کې يو سل پنځوس ټنه چرس، پنځوس کيلوګرامه شيشه، پنځه سوه دوه ويشت ليتره تيزاب او يو سل پنځوس ليتره الکولي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پوليسو له خوا کشف او ضبط شول.
 
د بدري په وينا، د يادو قضيو په تړاو ٦٩ کسان نيول شوي او تر لومړنيو څېړنو وروسته يې دوسيې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې ياد شوي توکي د فيروزکوه، لعل‌ وسرجنگل، دولت‌یار، الله‌یار، دولینه، شهرک، تولک او تیوره ولسواليو څخه ترلاسه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdceox8wzjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته