کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې د نشه يي توکو د پروسس ۶۲ فابریکې کشف او له منځه وړل شوې

26 جدی 1401 ساعت 14:13

چارواکي په غور کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د نشه يي توکو د پروسس «شیشې» ۶۲ فابریکو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي.


آوا - کابل: د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدری رسنیو ته وویل چې د دغه ریاست له نشه ‎یي توکو سره د مبارزې منسوبینو په تېر یو نیم کال کې د نشه‎ يي توکو ۶۲ فابریکې کشف او له منځه وړي دي.
 
ده زياته کړه چې په دې موده کې يو سل پنځوس ټنه چرس، پنځوس کيلوګرامه شيشه، پنځه سوه دوه ويشت ليتره تيزاب او يو سل پنځوس ليتره الکولي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پوليسو له خوا کشف او ضبط شول.
 
د بدري په وينا، د يادو قضيو په تړاو ٦٩ کسان نيول شوي او تر لومړنيو څېړنو وروسته يې دوسيې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې ياد شوي توکي د فيروزکوه، لعل‌ وسرجنگل، دولت‌یار، الله‌یار، دولینه، شهرک، تولک او تیوره ولسواليو څخه ترلاسه شوي دي.
 


د مطلب کود: 263891

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263891/په-غور-کې-د-نشه-يي-توکو-پروسس-۶۲-فابریکې-کشف-او-له-منځه-وړل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com