دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 260931
له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا اندازه د تخنیکي ستونزو له امله کمه شوې ده
د برشنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، د یوه ازبکستاني شرکت وارداتي برېښنا د تخنیکي عوارضو له امله د دوو ورځو لپاره پرې شوې او له همدې امله کابل په دې موده کې د برېښنا له کمښت سره مخ دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، اوسمهال له ازبکستان څخه د وارداتی برېښنا یوه بله کمپنۍ فعاله ده.
 
د برشنا شرکت ویاند حکمت الله میوند پرون ماښام (یکشنبه، عقرب ۲۲) اعلان وکړ چې دغه تخنیکي ستونزه به په دوو ورځو کې هواره شي.
 
کابل او ۱۲ ولایتونو ته له ازبکستان څخه برېښنا ورکول کېږي. دا مهال د پلازمېنې په ځینو برخو کې برېښنا پرې شوې ده.
 
د برښنا شرکت ویاند وايي، د برېښنا د لګښت د کمولو په موخه به له کورنیو برېښنا څخه هر څومره چې ممکنه وي، کار واخیستل شي او د ترکمنستان برېښنا له کابل سره نښلول کېږي.
 
باید وویل شي، چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه پر وارداتي برېښنا تکیه کوي. په هیواد کې د شته ظرفیتونو سره سره بیا هم کافي نه دي.
 
https://avapress.com/vdcgwz9xqak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته