افغان غږ خبری آژانس، د مخابراتو پخوانی وزیر امیرزی سنګین او د افغان ټیلی کام پخوانی رئیس جنت فهیم د اسلامي امارت په بلنه د شنبې په ماښام کابل ته راستانه شول.
د اسلامي امارت د دعوت اوارشاد کمیسیون اعلان کړی چې پرون ماښام (غبرګولي ۲۸) یې د کابل په هوایي ډګر کې د امیرزي سنګین هرکلی وکړ.
امیرزي سنګین او جنت فهیم د اسلامي امارت د دعوت او هرکلي ستاینه کړې ده.
په دې وروستیو ورځو کې د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردګ په ګډون د افغان حکومت یو شمېر نور چارواکي؛ د حج او اوقافو پخوانی وزیر صدیق چکري او د برشنا پخوانی رییس امان الله غالب کابل ته راستانه شوي.
د دغو اشخاصو بیرته راګرځیدل په ټولنیزو رسنیو کې د منفي غبرګونونو څپې سره مخ شوي، چې د اسلامي امارت پر حکومت نیوکه کړې او ویلي دی چي دوی "د پخوانی حکومت غله" رابللي.