دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 253597
پنځوس موټر چې غنم یې پاکستان ته قاچاق کول نیول شوي
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه ټویټ کي لیکلي چي د هرات – کندهار پر لویه لار ۵۰ هغه لارۍ نیولي، چې "پاکستان ته په قاچاقي ډول غنم لېږدول".
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د قاچاق وړونکو غنمو دغه ګڼه ګوڼه تېره ورځ (دوشنبه، د غبرګولي ۹مه) د هرات-کندهار له لویې لارې څخه نیول شوې ده.

په ټویټ کې راغلي چې دغه موټر د هلمند د واشېر ولسوالۍ له "کمپنۍ" سیمې څخه پاکستان ته بار وو.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت تاکيد وکړ چې اسلامي امارت هيچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان غنم نورو هېوادونو ته قاچاق کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده وړاندې اعلان کړی و چې د مالیې وزارت د پرېکړې له مخې د هېواد ټول ګمرکونه مکلف دي چې له هېواده د غنمو د صادراتو مخه ونیسي.

له بلې خوا افغانستان غنمو ته اړتیا لري او د خپل اړتیا د پوره کولو لپاره له نورو هېوادونو څخه غنم واردوي.
 
https://avapress.com/vdcgyw9xuak9nn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته