د اکاډمیکو او اداري ریاستونو ترمنځ د کاري چارو د لا ښه تنظیم او همغږۍ، د پراختیایې بودیجې د معقول مصرف او له بشري قوې څخه د موثرې استفادې په موخه د لوړو زده کړو وزارت مالي او ادارې معین تر مشرۍ لاندې غونډه جوړه او په یادو موضوعاتو خبرې وشوې.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نوراحمد درویش د وزارت انکشافي او پراختیایې پروګرامونو د پلې کولو په برخه کې د ټاکلو شوو موخو په تړاو خبرې وکړې.