د تازه ثبت شوو پېښو له ډلې ډېری یې په کابل ولایت کې دي. د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۲ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او ۱۹۷ تنه ترې رغېدلي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۴۵ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۴ زره او ۳۶ تنو ته ورسېد. روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي. ابیر ونیسي.