پوسټ کوډ 142825
نیټه خپرول: يکشنبه 30 چنګاښ 139812:06
- 0 څرګندونه
- چاپ
پاکستان خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې ځانمرګی برید ۷ تنه وژلي

د ډېره اسماعیل خان ځايي امنیتي چارواکي وايي، نامعلومو وسلهوالو د یکشنبې په ورځ سهار د ډېره اسماعیل خان په کوټله سیدان سیمه کې پر پولیس چیک پوسټ ناتاره ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۲ پولیس ووژل شول.
د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر سلیم ریاض له ډان خبري ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي:
"په کوټله سیدان کې پر پولیسو تر برید وروسته چې کله پولیسو وژل شوي پولیس ځايي روغتون ته یووړل، نو د روغتون په دروازه کې پر پولیسو ځانمرګی برید وشو چې لږ تر لږه ۵ کسان یې ووژل او ۲۴ نور یې ټپی