افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جیش محمد د مشر مسعود اظهر د نیولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت ته یو لیک استولی دی.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې لوېدیځ قدرتونه پر پاکستان فشار راوړي چې د اظهر پر ضد اقدام وکړي چې د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو ډلو له مشرانو څخه ګڼل کېږي.
د جیونیوز د راپور له مخې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لیک کې پاکستاني لوري د دغې ډلې له چارواکو غوښتي چې اظهر وپیژني او ونیسي.
دغې رسنۍ په لیک کې د یوه پاکستاني چارواکي له قوله ویلي چې پاکستاني چارواکي باور لري چې اظهر په افغانستان کې په کوم ځای کې پټ دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې اظهر شاید په ننګرهار یا کونړ ولایتونو کې موجود وي.
جیونیوز لیکلي دي چې تر اوسه دا نه ده تایید شوې چې ایا اظهر د اسلامي امارت تر لاس لاندې د کابل له نیولو مخکې افغانستان ته تللی او که وروسته.