دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 258261
پاکستان افغان زده کوونکو ته ۴۵۰۰ بورسونه ځانګړي کړي دي
په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان وکړ چې په راتلونکو دریو کلونو کې به افغان زده کوونکو ته ۴۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د پاکستان سفارت د سه شنبې په ورځ (وږي ۱۵) اعلان وکړ چې افغان زده کوونکو ته به د راتلونکو دریو کلونو لپاره ۴۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړي. ویل شوي چې دغه بورسونه به تر راتلونکو دریو کلونو پورې د علامه اقبال لاهوري پروګرام له لارې افغان زده کوونکو ته ورکړل شي.
 
د دغه سفارت په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د دغو بورسونو یو پر دریمه برخه به ښځینه زوه کوونکو ته ورکړل شي.
 
د پاکستان د حکومت د اعلان پر بنسټ، دغه هېواد به د دې پروګرام لپاره له ۱۲،۵ میلیارده روپیو زیاتې پیسې ځانګړې کړي.
 
د پاکستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه افغان زده کوونکو د علامه اقبال سکالرشیپ له لارې د پاکستان په پوهنتونونو کې د طب، انجینرۍ، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې زده کړې کړې دي.
 
د دغه سفارت په وینا؛ تمه کیږي چې د ټول افغانستان څخه د ۳۰۰۰۰ څخه ډیر غوښتونکي هر کال د ۱۵۰۰  بورسونو لپاره سیالي وکړي.
 
دغه سفارت زیاته کړې؛ هغه زده کونکي چې د داخلې ازموینه کې بریالي کیږي د پاکستان په غوره پوهنتونونو کې زده کړې کوي.
 
د پاکستان سفارت د اعلامیې له مخې، په دریو اونیو کې د نوي سکالرشیپونو سیالۍ پیلیږي.
 
https://avapress.com/vdcjmoe8vuqei8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته