په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان وکړ چې په راتلونکو دریو کلونو کې به افغان زده کوونکو ته ۴۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړي.
پاکستان افغان زده کوونکو ته ۴۵۰۰ بورسونه ځانګړي کړي دي
16 سنبله 1401 ساعت 10:52
په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان وکړ چې په راتلونکو دریو کلونو کې به افغان زده کوونکو ته ۴۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړي.
آوا: په کابل کې د پاکستان سفارت د سه شنبې په ورځ (وږي ۱۵) اعلان وکړ چې افغان زده کوونکو ته به د راتلونکو دریو کلونو لپاره ۴۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړي. ویل شوي چې دغه بورسونه به تر راتلونکو دریو کلونو پورې د علامه اقبال لاهوري پروګرام له لارې افغان زده کوونکو ته ورکړل شي.
د دغه سفارت په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د دغو بورسونو یو پر دریمه برخه به ښځینه زوه کوونکو ته ورکړل شي.
د پاکستان د حکومت د اعلان پر بنسټ، دغه هېواد به د دې پروګرام لپاره له ۱۲،۵ میلیارده روپیو زیاتې پیسې ځانګړې کړي.
د پاکستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه افغان زده کوونکو د علامه اقبال سکالرشیپ له لارې د پاکستان په پوهنتونونو کې د طب، انجینرۍ، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې زده کړې کړې دي.
د دغه سفارت په وینا؛ تمه کیږي چې د ټول افغانستان څخه د ۳۰۰۰۰ څخه ډیر غوښتونکي هر کال د ۱۵۰۰ بورسونو لپاره سیالي وکړي.
دغه سفارت زیاته کړې؛ هغه زده کونکي چې د داخلې ازموینه کې بریالي کیږي د پاکستان په غوره پوهنتونونو کې زده کړې کوي.
د پاکستان سفارت د اعلامیې له مخې، په دریو اونیو کې د نوي سکالرشیپونو سیالۍ پیلیږي.
د مطلب کود: 258261