دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 157804
يو انسان تښتوونکی په چادرۍ کې ونيول شو

په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي چارواکي وایي، په بهسودو ولسوالۍ کې د لعل اغا په نوم يو انسان تښتونکی په چادرۍ کې نیول شوی.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې نیول شوی کس د انسان تښتونې په ګڼو قضيو کې لاس لري.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې ياد تن د ملي امنيت رياست له لوري په داسې حال نيول شوی، چې غوښتل يې په چادري کې له سيمې تېښته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په شو شمېر مهم ښارونو او ولایاتو کې د ننګرهار په ګډون په جنایي پیښو کې زیاتوالي راغلي دي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولایت مقام وایي، د ملي امنيت ادارې له لوري د دې ولايت سره رود ولسوالۍ کې د عبدالله او محمد هلال په نومونو دوه وسله وال طالبان نيول شوي، چې په ياده ولسوالۍ کې يې تخريبې کړنې تر سره کولې.

د ننګرهار ولایت مقام په وینا، نيول شوي کسان تر پوښتنو لاندې دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaw0n6y49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته