دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 112651
د پنجشېر، دایکندي، سمنګان او کاپیسا ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل شول
 د جمهور رئیس محمد اشرف غني د جلاجلا حکمونو له مخې محمد عارف سروري د پنجشېر د والي، مېرمن معصومه مرادي د دایکندي د والي، محمد هاشم زارع د سمنګانو د والي او سید محمد خالد د کاپیسا د والي په توګه ټاکل شوي دي.

نوي ټاکل شوي والیان د لوړو زده کړو او لازمو تجربو لرونکي دي چې کولای شي اړوندې دندې په ښه ډول ترسره کړي.

په حکمونوکې د لوی خدای له دربار څخه دغو نویو ټاکل شویو والیانو ته هېواد او خلکو ته د خدمت لپاره د بریالیتوبونو هیله شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcbs5b88rhb80p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته