په دایکندي ولایت کې یوه سړي د خپلې میرمنې پوزه پرې کړې ده.
دا ښځه چې ګل چمن نومیږي، وایي میړه یې د دې د وژلو نیت درلود.
د چارواکو په وینا پخوا د ګل چمنې میړه چې تښتیدلې د هغې نوکان هم ایستلي و.
په پام کې ده چې نوموړې کابل ته د درملنې لپاره انتقال شي.
د افغانستان په شمال کې د ښځو د حقوقو مدافع ډلې وایي چې؛ د ښځو په وړاندې کورنۍ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)