کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشېر، دایکندي، سمنګان او کاپیسا ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل شول

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 17 جوزا 1394 ساعت 9:24


 د جمهور رئیس محمد اشرف غني د جلاجلا حکمونو له مخې محمد عارف سروري د پنجشېر د والي، مېرمن معصومه مرادي د دایکندي د والي، محمد هاشم زارع د سمنګانو د والي او سید محمد خالد د کاپیسا د والي په توګه ټاکل شوي دي.

نوي ټاکل شوي والیان د لوړو زده کړو او لازمو تجربو لرونکي دي چې کولای شي اړوندې دندې په ښه ډول ترسره کړي.

په حکمونوکې د لوی خدای له دربار څخه دغو نویو ټاکل شویو والیانو ته هېواد او خلکو ته د خدمت لپاره د بریالیتوبونو هیله شوې ده.


د مطلب کود: 112651

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/112651/د-پنجشېر-دایکندي-سمنګان-او-کاپیسا-ولایتونو-لپاره-نوي-والیان-وټاکل-شول

آوا
  https://www.avapress.com