د دایکندي والي ویاند علي اکبر ناطقي وایي پیښه د سنګ و بندر ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې یوه ۱۴ کلنه نجلی د نامعلومو دلایلو له امله د یو شمېر کسانو له خوا تر وهلو ټکلو وروسته په یوه ونه کې په ځړول شوی.
د ښاغلي ناطقي په وینا، پیښه د سنګ و بندر ولسوالی اړوند په قول مستنګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې دپیښې په تړاو یو تن د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او د نجلی د قتل په تړاو پلټنې روانې دي.
ناطقي دا هم وویل، چې د پیښې اصلي انګېزه تر اوسه معلومه نه ده.
دایکندي یو د افغانستان د باامنه ولایتونو څخه ګڼل کېږي خو د راپورونو له مخې په وروستیو کلنو کې په دایکندي ولایت کې د ښځو سره د تاوتریخوالي په پیښو زیاتوالی راغلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)