کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دایکندي کې یوه ۱۴ کلنې نجلی په دار ځړول شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 اسد 1397 ساعت 11:30

په دایکندي ولایت کې چارواکي وایي یوه ۱۴ کلنه نجلی د یو شمېر کسانو له خوا په دار ځړول شوی.



د دایکندي والي ویاند علي اکبر ناطقي وایي پیښه د سنګ و بندر ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې یوه ۱۴ کلنه نجلی د نامعلومو دلایلو له امله د یو شمېر کسانو له خوا تر وهلو ټکلو وروسته په یوه ونه کې په ځړول شوی.
د ښاغلي ناطقي په وینا، پیښه د سنګ و بندر ولسوالی اړوند په قول مستنګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې دپیښې په تړاو یو تن د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او د نجلی د قتل په تړاو پلټنې روانې دي.
ناطقي دا هم وویل، چې د پیښې اصلي انګېزه تر اوسه معلومه نه ده.
دایکندي یو د افغانستان د باامنه ولایتونو څخه ګڼل کېږي خو د راپورونو له مخې په وروستیو کلنو کې په دایکندي ولایت کې د ښځو سره د تاوتریخوالي په پیښو زیاتوالی راغلی دی.


د مطلب کود: 167921

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167921/په-دایکندي-کې-یوه-۱۴-کلنې-نجلی-دار-ځړول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com