دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 45680
دوچکالۍ لامله د دایکندي دولسوالیو او سیدونکې ددې ولایت دپریښودو په حال کې دي
وچکالۍ له امله ددې ولایت خلکو مهاجرت ته مخه کړې او ګاونډیو ولایتونواوځینې لاد ایران اوپاکستان ګاونډیو هیوادو ته ځي.
په مشرانو جرګه کې د دایکندي دخلکو استازي دوچکالۍ په عنوان ،ګاونډیوهیوادو ته ددغه ولایت داوسیدونکو دکډوالۍ خبر ورکړ.

سیدمحمدسادات(ناصري) ددې خبرې په بیانولو سره چې دایکندي یوغرنی ولایت دی او خلک یې غریبکاردي زمونږ راپورتر ته وویل:

دوچکالۍ له امله ددې ولایت خلکو مهاجرت ته مخه کړې او ګاونډیو ولایتونواوځینې لاد ایران اوپاکستان ګاونډیو هیوادو ته ځي.

ناصري د دایکندي د ولایت دخلکوستونزې دمعارف په برخه کې داسې بیان کړې: په خواشینۍ سره باید ووایم چې د زده کړې د وړ اوښې فضا دنشتوالي له کبله ددې ولایت دولسوالیو دمکتبونو ډیری زده کونکي تر خیمو لاندې درس وایي.

هغه ددې مطلب دبشپړولو لپاره یادونه وکړه: په ځینو ولسوالیوکې ځینې داسې کسانو چې خپله یې تراووم تولګي پورې درس لوستی، په یوولسم او دولسم تولګي کې تدریس کوي چې داد هیواد دمعارف پرلارې یوه خورا لویه ستونزه ګڼل کیږي.

په مشرانو جرګه کې د دایکندي د استازي په وینا، دګتي اوکجران دولسوالیو ډیری زده کونکي دمسلکي ښوونکو دنشتوالي له کبله دخپلو زده کړو د ادامې لپاره دکابل، مزارشریف، اوهرات ښارو ته ورځي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawiny.49nma1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته