دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 277870
په هرات کې د سختې زلزلې په پایله کې د هرات ښاریانو ته لوی مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. دغه راز د هرات د جامع جومات د ګلونو ګېډۍ او ټایلونو برخې هم له زلزلې وروسته زیانمنې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په هرات کې نن سهار د یوې زورورې زلزلې له امله د هرات ښاریانو ته لوی مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
 
افغان غږ خبری آژانس ته د لېږل شویو انځورونو له مخې له دغې زورورې زلزلې وروسته د ماشومانو په ګډون څو تنه مړه شوي دي.
 
دسرچينو له مخې داسلامي امارت پوځيانو هم دخلکو دمرستې په خاطر مداخله کړې او ټپيان يې دهرات ښار له ولسواليو او ناحيو څخه قصاب خانو ته ليږدولي دي .
 
په انټرنټ کې په خپرو شویو انځورونو کې هم لیدل کېږي چې د هرات د لوی جومات د ګلونو ګلدانونه او ټایلونه هم له زلزلې وروسته زیانمن شوي دي.
 
خو د تلفاتو او زیانونو دقیقه شمېره لا نه ده معلومه.
 
https://avapress.com/vdcguu9xzak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته