د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۱۳۷۹ کډوال له ایران او ۹۱۳ نور له پاکستانه په خپله خوښه او په زوره ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د ایران د اطلاعاتو او کلتور وزارت په داسې حال کې چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د چاپ شویو کتابونو د خرڅلاو د بندیز په اړه راپورونه ردوي وايي، د کتابونو د ارزونې کمېسیون هېڅکله هم دا ډول پرېکړه نه ده کړې او د ایراني یا افغاني کتابونو په اړه هېڅکله هم بحث نه دی شوی.