دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 289881
د کونړ په ګمبیري کې د بند جوړېدل د اوبو او انرژۍ وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
د انرژی او اوبو سرپرست وزیر د کنړ ولایت په کوز ولسوالی کی د ګمبیری د اوبو لګولو او برښنا بند څخه د لیدنی پر مهال وویل چی د دغه بند د جوړولو پروژه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د کنړ ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ د ګمبیری د اوبو لګولو او برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه. ولایت

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست دغې سیمې ته د سفر پر مهال وویل چې د ګمبیري بند د جوړولو پروژه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه بند تفصیلي ډیزاین بشپړ شوی او په جوړېدو سره به یې ۴۵ میګاواټه برېښنا تولید او شاوخوا ۳۲ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.
https://avapress.com/vdcbw9b58rhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته