کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کونړ په ګمبیري کې د بند جوړېدل د اوبو او انرژۍ وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

16 ثور 1403 ساعت 13:28

د انرژی او اوبو سرپرست وزیر د کنړ ولایت په کوز ولسوالی کی د ګمبیری د اوبو لګولو او برښنا بند څخه د لیدنی پر مهال وویل چی د دغه بند د جوړولو پروژه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د کنړ ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ د ګمبیری د اوبو لګولو او برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه. ولایت

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست دغې سیمې ته د سفر پر مهال وویل چې د ګمبیري بند د جوړولو پروژه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه بند تفصیلي ډیزاین بشپړ شوی او په جوړېدو سره به یې ۴۵ میګاواټه برېښنا تولید او شاوخوا ۳۲ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.


د مطلب کود: 289881

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289881/د-کونړ-په-ګمبیري-کې-بند-جوړېدل-اوبو-او-انرژۍ-وزارت-له-لومړیتوبونو-څخه-دي

آوا
  https://www.avapress.com