دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 290029
یونیسف په افغانستان کې د اوبو رسولو د پروژو په پلي کولو کې همکاري کوي
د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې مشر تاج الدین اویلا د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه اداره په افغانستان کې د اوبو رسولو د پروژو په تطبیق کې همکاري کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د یونیسف دغه چارواکي د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې یونیسف په افغانستان کې د اوبو د پروژو پلي کول په خپلو لومړیتوبونو کې ځای لري او له دې وروسته به دغه اداره په هیواد کې به د انرژۍ د پراختیا په برخه کې کار وکړي

ښاغلي اویلا زیاته کړه، دغه اداره غواړي په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د اوبو د سرچینو د مدیریت او د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې لا زیات کار وکړي.

له بلې خوا په دې کتنه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د یونیسف ادارې څخه وغوښتل چې په لرو پرتو سیمو کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لیږد د پروژې، د تخنیکي تجهیزاتو د رسولو او د افغان انجینرانو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
https://avapress.com/vdchivniw23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته