دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 289944
په غزني کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې
د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ښوونځی به په څه باندې دوه جریبه ځمکه کې جوړ شي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځی به ۱۲ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او د لوبو لپاره ځانګړی ځای ولري.

باید وویل شي، چې د پوهنې وزارت د نړیوالو موسسو په مرسته په یو شمېر ولایتونو کې ښوونځي جوړ کړي دي.
https://avapress.com/vdcba9b5arhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته