کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

17 ثور 1403 ساعت 14:35

د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې.


آوا - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ښوونځی به په څه باندې دوه جریبه ځمکه کې جوړ شي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځی به ۱۲ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او د لوبو لپاره ځانګړی ځای ولري.

باید وویل شي، چې د پوهنې وزارت د نړیوالو موسسو په مرسته په یو شمېر ولایتونو کې ښوونځي جوړ کړي دي.


د مطلب کود: 289944

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289944/په-غزني-کې-د-پنځه-میلیونه-افغانیو-لګښت-یوه-ښوونځي-جوړېدو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com