دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 290088
ملګري ملتونه: هره ورځ په نړۍ کې ۸۰۰ ښځې د زیږون پرمهال مري
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اندېښنه څرګنده کړې، چې په تېرو اتو کلونو کې په نړۍ کې د زېږون پر مهال د حامله مېرمنو د مړینې کچه نه ده کمه شوې.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو دې ادارې په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په نړۍ کې هره ورځ ۸۰۰ ښځې د زیږون پر مهال مري او دا شمېر له ۲۰۱۶ کال راهیسې نه دی کم شوی.
 
په راپور کې راغلي چې د دې مخنیوي وړ مړینې 50٪ په هغو هیوادونو کې پیښیږي چې په بشري بحران او جګړو کې ښکیل دي. افغانستان هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د امیندوارو میرمنو د مړینې کچه پکې لوړه ده.
 
تېر کال ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې که په افغانستان کې د میندو د روغتیا په برخه کې عاجل او دوامدار اقدامات ونه شي، ښايي په درېیو کلونو کې زرګونه امیندواره مېندې د مرګ له ګواښ سره مخ شي.
 
د روغتيا د نړيوال سازمان د تېر کال د شمېرو له مخې، افغانستان په اسيا کې د ميندو د مړينې تر ټولو لوړه کچه لري چې په هرو زرو ژونديو زېږونونو کې ٦٣٨ مړينې لري.
 
ملګري ملتونه اټکل کوي چې هره میاشت د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې ۲۴۰۰۰ ښځې زیږون کوي ​​او د اوسني بشري ناورین په ترڅ کې په ځانګړې توګه د قابله ګانو په څېر مسلکي نرسانو ته اړتیا لري.
 
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت تیر کال ویلي وو چې د ۲۰۲۰ کال د سروې له مخې په ټول افغانستان کې نږدې ۳۷ زره قابلې په کار بوختې دي چې له دې جملې څخه ۷۰۰۰ یې په دولتي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې او شاوخوا ۵۰۰۰ یې په خصوصي ادارو کې کار کوي.
 
د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق د راپور له مخې، په نړۍ کې له هرو لسو ښځو څخه یوه یې د امیندوارۍ په اړه پرېکړه نه شي کولای.
 
د نړۍ د نفوس په اړه د ملګرو ملتونو کلنی راپور موندلی چې د نړۍ په ډیری برخو کې تبعیض او نابرابرۍ د ښځو روغتیا او جنسیت اغیزه کوي.
 
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق هم ویلي چې په پاکستان کې په هرو ۵۰ دقیقو کې یوه امیندواره ښځه د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي او یا هم د درملو د نشتوالي له امله مري.
 
په پاکستان کې د هرو ۱۵۰۰ ناروغانو لپاره یو روغتون دی او په ټول هېواد کې د امیندوارو ښځو او ماشومانو لپاره یوازې ۷۵۶ روغتیايي مرکزونه شته.
https://avapress.com/vdcc4xqi42bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته