افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې تیره ورځ (یکشنبه د ثور ۱۶مه) له ایران څخه د اسلام قلعه بندر له لارې ۱۳۷۹ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، يو شمېر راستانه شوي کډوال د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او پر يو شمېر يې نغدي مرستې ووېشل شوې.
بل خوا دغه وزارت له پاکستانه د ۹۱۳ افغان کډوالو د ایستلو اعلان کړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د ثور په ١٥مه د تورخم او سپين بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شول.
دغه وزارت زیاته کړه چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۴۴ کډوال هم په دوی کې شامل دي.